Skip to content
Text size 100%
Translation comparison

Compare Al-Anfal Quran translations

Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.

Pashto editions (choose up to 3)

Changing languages or editions keeps the current surah and verse.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ ۖ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿1﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

له تا څخه د غنيمتونو په باب پوښتنه كوي؟ ووايه: دا غنيمتونو خو د الله او د هغه د پيغمبر دى، نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړيكې سمې كړئ او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وكړئ كه تاسو مومنان ياست.

عبدالولي

دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او د رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُهُۥ زَادَتْهُمْ إِيمَٰنًۭا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿2﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

رښتيني مومنان هغه دي چې د هغو زړونه د الله د ياد په اورېدلو لړزېږي او كله چې د هغو پر وړاندې د الله آيتونه لوستل كېږي نو د هغو ايمان زياتېږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري.

عبدالولي

بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿3﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه كسان چې لمونځ قائموي او څه چې موږ هغوی ته وركړي دي له هغو څخه (زموږ په لار كې) لګوي.

عبدالولي

هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي

أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّۭا ۚ لَّهُمْ دَرَجَٰتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿4﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

همداسې خلك حقيقي مومنان دي، دوی لپاره د هغو له رب سره لويې درجې دي، له ګناهونو څخه تېرېدنه او ډېره غوره روزي ده.

عبدالولي

همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى

كَمَآ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيْتِكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًۭا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ لَكَٰرِهُونَ ﴿5﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

لكه چې رب دې په حقه سره له كوره راووېستې او له مومنانو يوه ډله حتماً نا خوښه وه.

عبدالولي

لكه څنګه چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بدګڼونكې وه (په دې كار ناخوښه وو)

يُجَٰدِلُونَكَ فِى ٱلْحَقِّ بَعْدَمَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿6﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بحث کوي دوی ستا سره په حق خبره کې وروسته له دې چې (حق) ښکاره شوی و، ګویا کې دوی بوتلل کیدل مرګ ته او حال دا دې چې دوی ویني مرګ لره (ښکاره).

عبدالولي

دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغه چې ښه ښكاره شوه، ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، په داسې حال كې چې دوى ویني

وَإِذْ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحْدَى ٱلطَّآئِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ ٱلشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَيَقْطَعَ دَابِرَ ٱلْكَٰفِرِينَ ﴿7﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او ياد كړئ هغه وخت چې الله له تاسي سره وعده كوله چې له دوو ډلو څخه به يوه تاسي ته په لاس درشي، تاسي غوښتل چې بې وسلې (كمزورې) ډله دې په لاس درشي، خو د الله اراده دا وه چې په خپلو لارښوونو سره حق ثابت وښايي او د كافرانو سټه و باسي.

عبدالولي

او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دا تاسو لپاره ده او تاسو (دا) خوښوله چې بېشكه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي

لِيُحِقَّ ٱلْحَقَّ وَيُبْطِلَ ٱلْبَٰطِلَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿8﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

تر څو حق ثابت شي او باطل له منځه ولاړ شي، كه دا د مجرمانو لپاره څومره ناكاره هم بريښي.

عبدالولي

د دې لپاره چې حق څرګند ثابت كړي اوباطل ښكاره باطل كړي (د باطل باطلوالى ښكاره كړي) اګر چې مجرمان (دا) بدې وګڼي

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَٱسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّى مُمِدُّكُم بِأَلْفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿9﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل چې زه ستاسي د مرستې لپاره پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم.

عبدالولي

كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه مدد كوونكى یم له تاسو سره په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿10﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او دا هر څه الله له دې لپاره وکړل چې تاسي لپاره زيرى وي او زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه نو مرسته خو چې هر كله كېږي د هماغه الله له لوري كېږي، په يقيني توګه الله برلاسی او د حكمت څښتن دى.

عبدالولي

او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

إِذْ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةًۭ مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ ٱلشَّيْطَٰنِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلْأَقْدَامَ ﴿11﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كله چې پر تاسو يې له خپل لوري د ډاډينې لپاره پركالي راخپروله او پر تاسې يې له اسمانه اوبه راتويولې چې ورباندې پاك مو كړي، د شيطان پليتي در څخه يوسي، زړونه مو پرې قوي او پښې مو ورباندې ټينګې كړي.

عبدالولي

كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن لپاره، او پر تاسو باندې يې له اسمانه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي

إِذْ يُوحِى رَبُّكَ إِلَى ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ أَنِّى مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ سَأُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ فَٱضْرِبُوا۟ فَوْقَ ٱلْأَعْنَاقِ وَٱضْرِبُوا۟ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍۢ ﴿12﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كله چې ستا رب ملايكو ته وحې وكړه چې زه خامخا درسره (مل) يم نو هغه خلك ټينګ كړئ چې مومنان دي، زه به ډېر زر د هغو كسانو په زړونو كې وېره واچوم چې كافر شوي دي نو پر غاړو يې ووهئ او بند په بند (يا ټولې ګوتې) يې ووهئ.

عبدالولي

كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو له دوى نه (هر بند او) ټولې ګوتې ووهئ

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿13﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا ځكه چې دې خلكو له الله او د هغه له پيغمبر سره مخالفت كړې ده او څوك چې له الله او د هغه له رسول سره مخالفت کوي نو بې شكه چې الله د سخت عذاب والا دى.

عبدالولي

دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب وا لا دى

ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ ﴿14﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا ستاسي (دنيايي سزا ده) نو ويې څكئ او يقيناً (په آخرت كې) د كافرانو لپاره د اور عذاب دى.

عبدالولي

دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ زَحْفًۭا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلْأَدْبَارَ ﴿15﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې مومنانو! كله چې كافرانو سره د يو لښكر په بڼه مخامخ شئ نو هغوى ته شا مه ورګرځوئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ

وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍۢ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفًۭا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍۢ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿16﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او څوك چې په هغه ورځ شا ور اړوي پرته له دې چې د جګړې لپاره ځاى بدلونكی يا بلې ډلې سره يوځاى كېدونكى وي نو هغه د الله له لوري په يو غضب اخته شو او استوګنځى يې جهنم دى او هغه د ورګرځېدو بد ځاى دى.

عبدالولي

او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نویقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِىَ ٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿17﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو تاسو هغوى نه دي وژلى خو الله وژلي او تا نه دي ويشتلې هغه وخت چې ودې ويشتل بلكې الله وويشتل، او د دې لپاره چې مومنان له خپل لوري له يوې ښې ازموينې تېركړي، بې شكه الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

عبدالولي

نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه د خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ ٱلْكَٰفِرِينَ ﴿18﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا وشوه، او يقيناً الله د كافرانو د چلونو كمزورى كوونكى دى.

عبدالولي

دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى

إِن تَسْتَفْتِحُوا۟ فَقَدْ جَآءَكُمُ ٱلْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا۟ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا۟ نَعُدْ وَلَن تُغْنِىَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْـًۭٔا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿19﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

(اى كفارو) كه تاسو (حقاني ډلې لپاره) برى غوښتلو نو دا دى برى درته راغلو، اوس كه تاسو (له جګړې) ايسار شوئ نو دا درته غوره ده، او كه بېرته (كفر او جګړى ته) وګرځئ نو موږ به هم در وګرځو او ستاسي ډله به هېڅ در څخه ايسار نكړى شي كه څه هم ډېره زياته وي او الله خو يقينا له مومنانو سره دى.

عبدالولي

كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفرته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ ﴿20﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او مخ ترې مه اړوئ حال دا چې تاسو ښه اورئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، په دې حال كې چې تاسو اورئ

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿21﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

د هغو خلكو په شان مه كېږئ چې وويل یې: موږ واورېدل په داسې حال كې چې دوى يې نه اوري.

عبدالولي

او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل)

۞ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلْبُكْمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿22﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بې شكه د الله پر وړاندې تر ټولو ژوو (حيواناتو) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې عقل نه كاروي.

عبدالولي

بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر كاڼه خلق دي، ګونګیان دي، هغه چې له عقل نه كار نه اخلي

وَلَوْ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًۭا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿23﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه الله ته په دوى كې څه خير معلوم وى نو خامخا به يې دوی ته اورولي وو، او كه اورولي يې هم وى بيا به يې هم مخ ګرځولو او دوى به څنګ كوونكي وو.

عبدالولي

او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (انابت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿24﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو، او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كيږي او د هماغه لور ته به تاسي ورغونډ كړاى شئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

وَٱتَّقُوا۟ فِتْنَةًۭ لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةًۭ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿25﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او له هغې فتنې ځان وساتئ چې په ځانګړې توګه به يوازې ستاسو هغو خلكو ته نه رسي چې ګناه يې كړې وي، او پوه شئ چې الله د سخت عذاب والا دى.

عبدالولي

اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى

وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌۭ مُّسْتَضْعَفُونَ فِى ٱلْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿26﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او در ياد كړئ هغه مهال چې تاسو كمزوري كړاى شوي وئ په ځمكه كې، وېرېدئ به چې خلك به مو وتښتوي نو بيا يې تاسو ته ځاى دركړ او په خپلې مرستې يې قوت دركړ او پاكيزه شيان يې در روزي كړل، دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.

عبدالولي

او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكېزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَخُونُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓا۟ أَمَٰنَٰتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿27﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې مومنانو! الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ

وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَٰدُكُمْ فِتْنَةٌۭ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿28﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او پوه شئ چې بې شكه مالونه او خېلخانى (اولادونه) مو ستاسو لپاره يو ازميښت دى، او يقيناً الله سره لوى اجر دى.

عبدالولي

او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دى او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًۭا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿29﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ای مومنانو! كه الله نه وېره وكړئ نو تاسو ته به د حق او باطل بېلولو هدايت (وجدان او رڼايې) دركړي او ګناهونه به مو ورژوي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دى.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَٰكِرِينَ ﴿30﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله چې تاته كافرانو دسيسې جوړولې چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وباسي. او چلونه يې جوړول او الله هغوى ته تدبير جوړولو او الله تر ټولو غوره تدبير جوړوونكى دى.

عبدالولي

او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله ترټولو بهتر تدبیر كوونكى دى

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا قَالُوا۟ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَٰذَآ ۙ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿31﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله چې زموږ اّيتونه پرې لوستل كيږي وايي واموورېدل، كه وغواړو موږ هم داسې ويلى شو، دا د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.

عبدالولي

او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: تحقیق مونږ واورېده، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه دي

وَإِذْ قَالُوا۟ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَٰذَا هُوَ ٱلْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿32﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله چې دوى وويل: اى الله! كه چېرى دا كلام حق او ستا له لوري وي نو پر موږ له اسمانه كاڼي را وواروه يا كوم (بل) دردناك عذاب را باندې راوله.

عبدالولي

او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿33﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او حال دا چې الله يې عذابوونكى نه و تر څو چې ته پكې موجود وې او نه يې الله په هغه وخت كې عذابوونكى و چې دوى بخښنه غوښته.

عبدالولي

او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي

وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَمَا كَانُوٓا۟ أَوْلِيَآءَهُۥٓ ۚ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿34﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او الله به يې ولې نه عذابوي په داسې حال كې چې هغوى د مسجد حرام نه (خلك) ايساروي او دوى يې واكداران هم نه دي، واكداران خويې له متقيانو پرته بل څوك نه دي، خو زياتره يې نه پوهېږي.

عبدالولي

او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، حال دا چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي

وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ ٱلْبَيْتِ إِلَّا مُكَآءًۭ وَتَصْدِيَةًۭ ۚ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿35﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د بيت الله خواكې د دوى لمونځ خو له شپېليو او چكچكو پرته بل څه نه و، نو په دې چې تاسو كفر كولو (اوس) نو دا عذاب وڅكئ.

عبدالولي

او د بیت الله په خوا كې د دوى لمونځ نه و مګر شپیلي وهل او لاسونه ټكول (پړقول)، نو تاسو عذاب وڅَكئ په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةًۭ ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ﴿36﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بې شكه هغوى چې كافران شوي خپل مالونه د دې لپاره لګوي چې خلك د الله له لارې ايسار كړي، نو وبه يې لګوي خو بيا به ورباندې پښيمانتيا وي او بيا به مغلوب هم شي، او هغوى چې كافران شوي دي ټول به جهنم ته ورغونډ كړى شي.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى به جهنم ته ورجمع كولى شي

لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ ٱلْخَبِيثَ بَعْضَهُۥ عَلَىٰ بَعْضٍۢ فَيَرْكُمَهُۥ جَمِيعًۭا فَيَجْعَلَهُۥ فِى جَهَنَّمَ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ ﴿37﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

د دې لپاره چې الله ناپاكي له پاكۍ څخه را بېله کړي، او ځينې يې پر ځينو ور واچوي او ټول سره لاندې باندې ډېرۍ کړي، او بيا يې په جهنم كې واچوي، همدا خلك تاوانيان دي.

عبدالولي

د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دى

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَنتَهُوا۟ يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا۟ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿38﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كافر شوو ته وايه چې: كه اوس هم راواوړي نو څه چې مخكې شوي دي هغه به ورته و بخښل شي او كه بيا ور وګرځي نو يقيناً د پخوانيو لار تېره شوې ده.

عبدالولي

ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې شوي دي او كه چېرې دوى راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلق طریقه (سنت) تېره شوې ده

وَقَٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌۭ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿39﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او تر هغه ورسره وجنګېږئ، څو چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي، نو كه (له فتنې) ايسار شول نو الله يې د هغو كارو چې دوى يې كوي ښه ليدونكى دى.

عبدالولي

او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پوري چې فتنه پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى منع شي، نو بېشكه الله په هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى

وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَىٰكُمْ ۚ نِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ ﴿40﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه مخ يې وګرځولو نو پوه شئ چې الله يقيناً ستاسو مولا دى، ډېر ښه ساتونكى او ډېر ښه مرستندوى دی.

عبدالولي

او كه چېرې دوى وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى

۞ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍۢ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ ٱلْفُرْقَانِ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿41﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او پوه شئ! كوم شى چې تاسو ولجه كړى (په غنیمت نیولی) نو پنځمه (برخه) يې د الله، رسول، خپلوانو يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده، كه تاسو (رښتيا) په الله ايمان راوړى وي او په هغه څه چې موږ پر خپل بنده د فيصلې په ورځ رانازل كړي وو په هغه ورځ چې دواړه لښكرې سره مخامخ شوې، او الله په هر څه قادر دى.

عبدالولي

او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې واخلئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو، او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره۔، كه چېرې یئ تاسو چې په الله ایمان لرئ او په هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله مخامخ شوې۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَٰدِ ۙ وَلَٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًۭا كَانَ مَفْعُولًۭا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍۢ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍۢ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿42﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه مهال چې تاسو د ناو په نږدې غاړه او هغوى يې په لرې غاړه (دېره) وو، حال دا چې كاروان له تاسو كوز و. او كه يو بل سره مو (د جګړې) وعده كړې وى نو خامخا به مو په وعده كې مخالفت كړى وى (خو دا پېښه شوه) د دې لپاره چې الله هغه كار ترسره كړي چې كېدونكى و، تر څو هلاكېدونكي له ښكاره دليل سره هلاك او ژوندى له څرګند حجت سره ژوندى پاتې شي او بې شكه الله خامخا پوه اورېدونكی دى.

عبدالولي

كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه۔ او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، خامخا به تاسو په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

إِذْ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِى مَنَامِكَ قَلِيلًۭا ۖ وَلَوْ أَرَىٰكَهُمْ كَثِيرًۭا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿43﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كله چې تاته الله هغوى په خوب كې كم دروښودل او كه زيات يې درښودلي وى نو خامخا بې زړه كېدلئ او په دې كار كې به مو شخړه كړې وه، خو الله ترې سلامت وساتلئ، بې شكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.

عبدالولي

كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ښه لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى

وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ ٱلْتَقَيْتُمْ فِىٓ أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًۭا وَيُقَلِّلُكُمْ فِىٓ أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًۭا كَانَ مَفْعُولًۭا ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿44﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله يې چې د نښتې پر مهال هغوی ستاسو په نظر كم دروښودل او تاسو يې د هغوى په نظر كې كمولئ ترڅو الله د هغه كار پرېکړه وكړي چې كېدونكى و، او ټولې چارې هماغه الله ته ورګرځي.

عبدالولي

او كله چې يې تاسو ته هغوى، ستاسو له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةًۭ فَٱثْبُتُوا۟ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿45﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ای مومنانو! كله چې له كومې ډلې سره ونښلئ نو ټينګ پاتې شئ او الله ډېر يادوئ ښايې بريالي شئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د كومې (كافرې) ډلې سره مخامخ شئ، نو ثابت قدم اوسئ او الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ ﴿46﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د الله او د هغه د رسول خبره منئ او خپلو كې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (قوت) به مو لاړ شي، او صبر كوئ، يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.

عبدالولي

او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِم بَطَرًۭا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ ﴿47﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د هغو په شان مه كيږئ چې له خپلو كورو په وياړ او خلكو ته ځان ښودنې لپاره ووتل او د الله له لارې يې (خلك) ايسارول، او الله په هغو چارو چې دوى يې كوي را چاپېر دى.

عبدالولي

او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَعْمَٰلَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلْيَوْمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّى جَارٌۭ لَّكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّنكُمْ إِنِّىٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ ۚ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿48﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او ورته ويې ويل: نن په خلكو كې څوك پر تاسي برلاسې نشته او زه هم تاسو سره مل يم خو كله چې دواړو ډلو سره وليدل نو بېرته يې په پوندو (په شا) منډې كړې او ويل يې: زه درنه بېزاريم، زه هغه څه وينم چې تاسو يې نه وينئ، زه خو الله نه وېرېږم، او الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى.

عبدالولي

او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل: نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل: بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى

إِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿49﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كله چې منافقانو او هغو چې په زړونو كې يې ناروغي وه، ويل: دا خلك (مومنان) خپل دين مغرور (ليوني) كړي دي، او څوك چې په الله بروسه وكړي نو بې شكه الله حكيم برلاسى دى.

عبدالولي

كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۙ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَٰرَهُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ ﴿50﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه هغه كافران ووينې چې ملايكې يې روح اخلي او په مخونو او څټونو يې وهي او (ورته وايي) اوس د سوځېدو عذاب وڅكئ.

عبدالولي

او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿51﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا (سزا) د هغه (بد عمل) له امله ده چې خپلو لاسو مو وړاندې ليږلى و، او بې شکه الله پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

عبدالولي

دا په سبب د هغه (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله په بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّۭ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿52﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د الله آيتونه يې ونه منل نو بيا الله پر خپلو ګناهونو راونيول، بې شكه الله زورور او سخت عذاب وركوونكى دى.

عبدالولي

لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًۭا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿53﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا ځكه چې الله هيڅكله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغو خپله كړنلاره نه وي بدله كړي او دا چې يقيناً الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

عبدالولي

دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزوكړى وي تر هغه پورې چې هغوى هغه بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّۭ كَانُوا۟ ظَٰلِمِينَ ﴿54﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د خپل رب آيتونه يې دروغ وګڼل نو بيا مو هغوى په خپلو ګناهونو تباه كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او دوى ټول ظالمان وو.

عبدالولي

لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او (دوى) ټول ظالمان وو

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿55﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بې شكه د الله په وړاندې په خوځېدونكو مخلوقاتو كې تر ټولو بد هغه خلك دي چې كافر شوي او (بيا) ايمان نه راوړي.

عبدالولي

بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي

ٱلَّذِينَ عَٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍۢ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ ﴿56﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه خلك چې تا ورسره تړون كړى بيا دوى په هر ځل خپل لوز ماتوي او (الله څخه) وېره نه كوي.

عبدالولي

هغه كسان چې تا له دوى سره معاهده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپله عهد (تړون) ماتوي او دوى نه وېرېږي

فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى ٱلْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿57﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو كه دوى په جګړه كې بيا مومې نو د دوى په واسطه هغه خلك وشړه (او وډار كړه) چې تر شا يې دي، ښايي چې هغوى عبرت واخلي.

عبدالولي

نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دوى (وروستني خلق) نصیحت ومومي

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةًۭ فَٱنۢبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْخَآئِنِينَ ﴿58﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه د كوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بې شكه الله خائنان نه خوښوي.

عبدالولي

او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نوته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَبَقُوٓا۟ ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ ﴿59﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغه خلك چې كافر شوي داسې دې نه انګېري چې هغوى (روغ) و تښتېدل، دوى هېڅكله (الله) نه شي كمزورى كولى.

عبدالولي

او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى

وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍۢ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿60﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او تر خپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم د الله او هم خپل غليم ووېروئ او هغه نور (غليمان) چې تاسو يې نه پېژنئ، يو الله يې پېژني او څه چې د الله په لار كې لګوئ، اجر به يې پوره پوره دركړل شي او پر تاسو به ظلم نه كيږي.

عبدالولي

او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژني، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او په تاسو به ظلم نه كېږي

۞ وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿61﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه هغوى سولې ته ميلان ولري نو ته هم ورته تيار شه او پر الله بروسه وكړه يقيناً هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

عبدالولي

او كه دوى (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

وَإِن يُرِيدُوٓا۟ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿62﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه دوى غواړي چې دوكه دركړي نو الله دې كافى دى، دى هماغه ذات دى چې په خپله مرسته او د مومنانو په وسيله يې ستا ملاتړ وكړ.

عبدالولي

او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې

وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا مَّآ أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿63﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د دوى په زړونو كې يې مينه واچوله، تا خو كه د ځمكې ټوله شتمني لګولې وى نو د هغوى په زړونو كې به دې مينه نه وه اچولې خو الله يې ترمنځ مینه واچوله، بې شكه هغه ځيرک برلاسى دى.

عبدالولي

او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَسْبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿64﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې نبي! ستا لپاره او ستا د تابعدارو مومنانو لپاره الله كافي دى.

عبدالولي

اى نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَٰبِرُونَ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌۭ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿65﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ای نبي! مومنان جګړې ته وهڅوه، كه له تاسو نه شل تنه صابران وي نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه له تاسو نه سل تنه صابران وي نو د كافرانو په زرو تنو به برلاسي وي ځكه چې هغوى داسې خلك دي چې نه پوهيږي.

عبدالولي

اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي

ٱلْـَٰٔنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًۭا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌۭ صَابِرَةٌۭ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌۭ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ ﴿66﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

خو اوس الله پر تاسو اساني راوسته او معلومه يې كړه چې په تاسو كې كمزورتيا ده، نو كه له تاسو نه سل تنه صابران وو پر دوو سوو به غالب شي او كه له تاسو زر تنه وو د الله په حكم به پر دوو زرو غالب شي او الله صابرانو سره (مل) دى.

عبدالولي

اوس الله په تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) په دوه سوه به غالبه شي۔ او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) په دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى

مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنْيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلْءَاخِرَةَ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿67﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

له هېڅ نبي سره نه ښايي چې هغه سره بنديان وي تر هغه چې په ځمكه كې دښمن ښه وټكوي (وینه یې توی کړئ)، تاسو د دنيا ګټه (يا سامان) غواړئ او الله (تاسو ته) آخرت غواړي او الله حكيم برلاسى دى.

عبدالولي

د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه لپاره دې بندیان وي، تر هغه چې وینې توئ كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

لَّوْلَا كِتَٰبٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَآ أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿68﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كه د الله (ازلي) ليكنه نه وى چې ړومبى شوې ده نو څه مو چې اخيستي دي په هغه سره به لوى عذاب دررسېدلى و.

عبدالولي

كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (، نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و

فَكُلُوا۟ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَٰلًۭا طَيِّبًۭا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿69﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو څه مو چې ولجه كړي (په غنیمت نیولي) هغه پاك حلال خورئ او الله نه وېره كوئ، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

عبدالولي

نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت اخيستى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّمَن فِىٓ أَيْدِيكُم مِّنَ ٱلْأَسْرَىٰٓ إِن يَعْلَمِ ٱللَّهُ فِى قُلُوبِكُمْ خَيْرًۭا يُؤْتِكُمْ خَيْرًۭا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿70﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ای نبي! هغو بنديانو ته چې ستاسو په لاس كې دي، ووايه: كه الله ته معلومه وي چې ستاسو په زړونو كې څه خير شته نو تر هغه به غوره (بدل) دركړي چې تاسو څخه اخيستل شوی او بخښنه به هم درته وكړي، او الله مهربان بخښونكى دى.

عبدالولي

اى نبي! ته هغو بندیانو ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (، نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

وَإِن يُرِيدُوا۟ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿71﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه له تا سره د ټګۍ كولو خيال لري نو دوى الله سره لا مخكې ټګي كړې وه چې بيا يې (تاسو) پرې غالب كړئ او الله حكمت والا ډېر پوه دى.

عبدالولي

او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۚ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ ۚ وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌۭ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿72﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

يقيناً هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو سره يې د الله په لار كې جهاد كړى، او هغو چې ځاى وركړ او مرسته يې وكړه، دا ټول يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې نه دى كړى نو هغو سره ستاسو كومه دوستانه اړيكه نشته، تر څو چې هجرت يې نه وي كړى، او كه د دين په هكله درنه مرسته وغواړي نو پر تاسو يې مرسته لازمه ده، خو نه د هغو خلكو پر خلاف چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، اوالله د هغو چارو ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مرسته يې كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (، نو) تاسو لپاره د هغوى له دوستۍ نه هېڅ شى نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿73﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغوى چې كافر شوي (ټول) يو د بل دوستان دي، كه تاسو دا ونه كړئ نو په ځمكه كې به فتنه او لوى فساد وي.

عبدالولي

او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ دوى یو تر بله دوستان دي، كه تاسو دا (كارونه) ونه كړئ (، نو) په ځمكه كې به لویه فتنه او ډېر لوى ورانى جوړ شي

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّۭا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿74﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى، او چا چې ځاى وركړى او مرسته يې كړې، همدا خلک رښتيني مومنان دي، دوى ته بخښنه او ډېره ښه روزي ده.

عبدالولي

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ مَعَكُمْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مِنكُمْ ۚ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍۢ فِى كِتَٰبِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ ﴿75﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغو چې وروسته ايمان راوړ، هجرت يې وكړ، او تاسو سره مل يې جهاد وكړ، نو دوى هم ستاسي (له ډلې) دي، خو د خپلوۍ څښتنان د الله په كتاب كې ځينې يې پر ځينو زيات حقدار دي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

عبدالولي

او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى

Quran recitationReady
Open audio