Skip to content
Text size 100%
Translation comparison

Compare Al-Mujadilah Quran translations

Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.

Pashto editions (choose up to 3)

Changing languages or editions keeps the current surah and verse.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّتِى تُجَٰدِلُكَ فِى زَوْجِهَا وَتَشْتَكِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَٱللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَآ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ ﴿1﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بېشکه الله د هغې ښځې وينا واورېده چې له تا سره يې د خپل مېړه په اړه بحث کاوه او الله ته يې زارۍ كولې، او الله ستاسي د دواړو خبرې اترې اورېدلې. په رېښتيا الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

عبدالولي

یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه۔ او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده۔، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

ٱلَّذِينَ يُظَٰهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَآئِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَٰتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَٰتُهُمْ إِلَّا ٱلَّٰٓـِٔى وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًۭا مِّنَ ٱلْقَوْلِ وَزُورًۭا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌۭ ﴿2﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

له تاسې څخه چې كوم كسان له خپلو مېرمنو ظهار کوي - مور ورته وايي- (په حقيقت كې) هغوى يې ميندې نه دي. د هغوى ميندې خو يوازې همغه دي چې هغوى يې زيږولي دي. او بېشكه چې هغوى يوه ناكاره او درواغ خبره كوي او الله په رېښتيا تېرېدونكى بخښونكى دى.

عبدالولي

هغه كسان چې په تاسو كې له خپلو ښځو نه ظهار كوي (ورته وايي چې ته په ما باندې د خپلې مور د شا په شان يې، نو) دغه (ښځې) د دوى میندې نه دي۔، د دوى میندې نه دي مګر هغه چې دوى يې زېږولي دي۔ او بېشكه یقینًا دوى یوه خرابه خبره او دروغ وايي او بېشكه یقینًا الله ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى

وَٱلَّذِينَ يُظَٰهِرُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا۟ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿3﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغه كسان چې خپلو مېرمنو ته ميندې وايي بيا له خپلې کړې خبرې بېرته ګرځي (خپلو مېرمنو ته) نو پر هغه د يو مريي ازادول دي، مخکې د یو ځای کېدلو د دوی نه، په همدې خبره تاسي ته نصيحت كيږي او الله ستاسي په كړو وړو ښه خبر دى.

عبدالولي

او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۖ فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًۭا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۗ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿4﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

خو څوك چې څه نه مومي نو بيا پرله پسې دوه مياشتې روژه نيول دي، مخكې تر دې چې خپلو كې يو بل ته لاس وروړي (کوروالی وکړي). او څوك چې دا هم نشي كولاى نو بيا شپېتو مسكينانو ته خواړه وركول دي دا ددې لپاره چې تاسي پر الله او رسول يې (ښه) ايمان راوړئ. او دا د الله پولې دي. او د كافرانو لپاره دردوونکی عذاب دى.

عبدالولي

نو چا چې (مریى) ونه مونده، نو (په هغه) دوه میاشتې پرله پسې روژه نیول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي، نو هغه څوك چې (د دې) توان نه لري، نو (په ده) شپیتو مسكینانو ته خوراك وركول (لازم) دي۔ دا (حكم) د دې لپاره دى چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او دغه د الله (مقرر كړي) حدونه دي او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ كُبِتُوا۟ كَمَا كُبِتَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍۢ ۚ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿5﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بېشكه هغه كسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني كوي، داسې به خوار كړل شي لكه هغوى مخکېني چې خوار كړل شول او په رېښتيا چې موږ څرګند ايتونه رانازل كړي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو۔ او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى

يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًۭا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ أَحْصَىٰهُ ٱللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿6﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

په کومه ورځ چې الله به هغوى ټول راژوندي كړي؛ نو بيا به يې په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي وو، (كوم چې) الله شمېرلي او هغوى هېر كړي وو او الله پر هر څه شاهد دى.

عبدالولي

(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، پس دوى به په هغو كارونو خبر كړي چې دوى كړي دي، الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَٰثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَآ أَدْنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا۟ ۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ ﴿7﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ايا تا نه دي ليدلي چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پر هر څه پوهيږي (چېرته به) د دريو كسانو داسې پټې خبرې نه وي چې هغه (الله) يې څلورم نه وي، نه به د پنځو داسې وي چې هغه (الله) يې شپږم نه وي او نه به تر دې لږ او نه زيات وي چې هغه ورسره نه وي، هر چېرې چې هغوى وي. بيا به يې د قيامت په ورځ په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي، په رېښتيا الله پر هر څه ښه پوه دى.

عبدالولي

ایا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي۔، دوى چې هرچېرې وي۔، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي۔، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نُهُوا۟ عَنِ ٱلنَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَيَتَنَٰجَوْنَ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَإِذَا جَآءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ ٱللَّهُ وَيَقُولُونَ فِىٓ أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا ٱللَّهُ بِمَا نَقُولُ ۚ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا ۖ فَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿8﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ايا ته نه ګورې هغه كسانو ته چې له پټو خبرو منع شوي وو (خو) هغوى بېرته همغو خبرو ته راګرځي چې ترې ايسار كړل شوي وو او په خپلو كې د ګناه، ظلم، تېري او د رسول په نافرمانۍ كې پټې خبرې كوي او كله چې تا ته راشي نو په داسې ټكو سلام درته كوي چې په هغو سره الله تا ته سلام نه كوي او خپلو زړونو كې وايي چې ولې مو الله پر هغه څه نه عذابوي چې موږ يې وايو؟ جهنم يې بس دى چې ورننوځي به، نو هغه ډیر بد ځای د ورتګ دی.

عبدالولي

ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې له پټو مشورو نه منع كړى شوي وو، بیا دوى هغه څه ته راګرځي چې له هغه نه منع كړى شوي وو او دوى د ګناه او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله پټې مشورې كوي۔ او كله چې دوى تا ته راشي (نو) تا ته په هغه (كلمې) سره سلام كوي چې په هغې سره الله تا ته سلام نه دى (مقرر) كړى۔ او دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې وايي: الله مونږ ته په هغه څه ولې عذاب نه راكوي چې مونږ يې وایو۔، دوى ته جهنم بس دى، چې دوى به هغه ته ننوځي، پس هغه د ورتلو بد ځاى دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَنَٰجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَٰجَوْا۟ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَتَنَٰجَوْا۟ بِٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿9﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي پټې خبرې كولې نو د ګناه، ظلم او رسول (الله) د نافرمانۍ پټې خبرې مه كوئ، بلكې د ښېګڼې او تقوى پټې خبرې كوئ او له هغه الله څخه وډار شئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ

إِنَّمَا ٱلنَّجْوَىٰ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ لِيَحْزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيْسَ بِضَآرِّهِمْ شَيْـًٔا إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿10﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بېشكه (د بدۍ) پټې خبرې له شيطانه دي تر څو هغه كسان خپه كړي چې ايمان يې راوړئ او (حال دا چې) هغه د الله له حكمه پرته هغوى ته هيڅ تاوان نشي رسولى او مومنان دې په همغه الله بروسه وكړي.

عبدالولي

بېشكه (د ګناه) پټې مشورې يواځې د شیطان له اړخه دي، د دې لپاره چې دى هغه كسان غمجن كړي چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دغه (شیطان) دوى ته هېڅ شى ضرر رسوونكى نه دى مګر د الله په اذن (او ارادې) سره۔ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا۟ فِى ٱلْمَجَٰلِسِ فَٱفْسَحُوا۟ يَفْسَحِ ٱللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُوا۟ فَٱنشُزُوا۟ يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَٰتٍۢ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿11﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي ته وويل شي چې مجلسونو كې ځاى پراخه كړئ نو پراخه يې كړئ چې الله پراخوالی دركړي. او چې درته وويل شي: چې پاڅېږئ نو پاڅئ. الله په تاسي كې د هغو كسانو درجې اوچتوي چې ايمان يې راوړى او چا ته چې علم وركړل شوى، او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسي يې كوئ.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته وویل شي: تاسو په مجلس كې ځاى ارت كړئ، نو تاسو ځاى ارت كړئ، الله به تاسو ته ځاى ارت كړي او كله چې تاسو ته وویل شي چې (كوم نېك كار ته) پورته شئ، نو پورته شئ، الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَٰجَيْتُمُ ٱلرَّسُولَ فَقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَةًۭ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿12﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اىو موْمنانو: كله چې تاسي په ګوښه كې له پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) سره خبرې كوئ نو له خبرو كولو مخكې يو څه خيرات وركړئ دا غوره ده تاسي لپاره او پاکوونکې ده، البته كه تاسي د صدقې وركولو لپاره څه ونه مومئ نو الله بخښونکی او مهربان دی.

عبدالولي

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له رسول سره پټه خبره كول غواړئ، نو تاسو له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقه وړاندې كړئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دي۔، نو كه تاسو (صدقه) ونه مومئ، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

ءَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَٰتٍۢ ۚ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا۟ وَتَابَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿13﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ايا له خپلو پټو خبرو مخكې له خيرات وركولو وډار شوئ؟ نو چې دا كار مو ونه كړ او الله هم تاسي معاف كړئ نو لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ. او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسې يې كوئ.

عبدالولي

ایا تاسو له دې نه ووېرېدئ چې له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقې وړاندې كړئ، نو كله چې تاسو (دا كار) ونه كړ او الله پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى ٱلْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿14﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

آيا نه ګورې ته هغو کسانو ته چې له يو داسې قوم سره يې دوستي كړې چې الله پرې غضب كړى؟ ندي هغوی ستاسو نه او نه د دوی نه او هغوى په درواغو قسمونه خوري حال دا چې (ښه) پوهيږي.

عبدالولي

ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى۔، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي

أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًا ۖ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿15﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

د هغوى لپاره الله سخت عذاب چمتو كړى په رېښتيا هغوى چې كوم كارونه كول هغه (ډېر) بد وو.

عبدالولي

الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه

ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَٰنَهُمْ جُنَّةًۭ فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿16﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغوى خپل قسمونه (ځانته) ډال جوړ كړي او (خلك) د الله له لارې ايساروي نو د هغوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.

عبدالولي

دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى (خلق) د الله له لارې نه منع كړل، نو د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

لَّن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ ﴿17﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هيڅكله به دفع نه کړي دوی نه مالونه د دوی او نه اولاد د دوی د الله (له عذاب) نه هیڅ شی، دغه کسان اور والا دی دوی به پکې همیشه وي.

عبدالولي

د دوى لپاره به د الله په مقابله كې نه د دوى مالونونه هېڅ شى پكار راشي او نه د دوى اولادونه۔، دغه كسان د اور ملګري دي۔ دوى به په هغه كې تل تر تله وي

يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًۭا فَيَحْلِفُونَ لَهُۥ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ ۚ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْكَٰذِبُونَ ﴿18﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه ورځ چې الله هغوى ټول راپورته كړي، بيا به هغه ته هم داسې قسمونه كوي لكه تاسي ته يې چې كوي او ګومان (به) كوي چې هغوى پر څه (حق) دي، خبر اوسئ چې همدوى درواغجن دي.

عبدالولي

(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، نو دوى به هغه (الله) ته قسمونه خوري، لكه څنګه چې تاسو ته قسمونه خوري او دوى به ګمان كوي چې یقینًا دوى په یو (نفعمن) شي (لار) باندې دي۔، خبردار شئ! بېشكه هم دوى دروغجنان دي

ٱسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ ٱلشَّيْطَٰنُ فَأَنسَىٰهُمْ ذِكْرَ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ حِزْبُ ٱلشَّيْطَٰنِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱلشَّيْطَٰنِ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ ﴿19﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

پر هغوى شيطان برلاسى شوى نو د الله يادول يې ترې هېر كړي، دا خلك د شيطان ډله ده. خبر اوسئ چې همدا د شيطان ډله تاواني ده.

عبدالولي

په دوى باندې شیطان غالب شوى دى، نو هغه له دوى نه د الله ذكر هېر كړى دى، دغه كسان د شیطان لښكر دى۔، خبردار شئ! بېشكه د شیطان لښكر (چې دى)، هم دوى زیان كاران دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ٱلْأَذَلِّينَ ﴿20﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كوم كسان چې له الله او رسول سره يې دښمني كوي هغوى په رېښتيا په خوار شوو (سرټيټو) كې دي.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دغه كسان په ډېر زیاتو ذلیلو (خلقو) كې دي

كَتَبَ ٱللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا۠ وَرُسُلِىٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌۭ ﴿21﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

لیکلي دي الله (په تقدیر کې) چې زه او زما رسولان به خامخا برلاسي كيږو، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.

عبدالولي

الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى

لَّا تَجِدُ قَوْمًۭا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوَٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ كَتَبَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْإِيمَٰنَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍۢ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ حِزْبُ ٱللَّهِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿22﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، (او بيا) له هغه چا سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې كړې وي، كه څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله كورنۍ يې وي. د هغوى زړونو كې الله ايمان اچولى او په خپل روح سره يې د هغوى ملاتړ كړى. او هغوى به داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې به يې ويالې بهیږي، تلپاتې په هغو كې. له هغوى څخه الله راضي دى او هغوى له هغه راضي دي. دا خلك د الله ډله ده، خبر اوسئ چې د الله ډله په رېښتیا بريالۍ كېدونكې ده.

عبدالولي

ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي۔ اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي۔، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول۔، دغه كسان د الله لښكر دى۔ اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي

Quran recitationReady
Open audio