Skip to content
Text size 100%
Translation comparison

Compare An-Najm Quran translations

Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.

Pashto editions (choose up to 3)

Changing languages or editions keeps the current surah and verse.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ ﴿1﴾

عبدالولي

قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ ﴿2﴾

عبدالولي

ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى

وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلْهَوَىٰٓ ﴿3﴾

عبدالولي

او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي

إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌۭ يُوحَىٰ ﴿4﴾

عبدالولي

نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي

عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلْقُوَىٰ ﴿5﴾

عبدالولي

ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى

ذُو مِرَّةٍۢ فَٱسْتَوَىٰ ﴿6﴾

عبدالولي

چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ

وَهُوَ بِٱلْأُفُقِ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿7﴾

عبدالولي

او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ ﴿8﴾

عبدالولي

بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو

فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ ﴿9﴾

عبدالولي

نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې

فَأَوْحَىٰٓ إِلَىٰ عَبْدِهِۦ مَآ أَوْحَىٰ ﴿10﴾

عبدالولي

نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه

مَا كَذَبَ ٱلْفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ ﴿11﴾

عبدالولي

د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل

أَفَتُمَٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ ﴿12﴾

عبدالولي

ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني

وَلَقَدْ رَءَاهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ ﴿13﴾

عبدالولي

او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى

عِندَ سِدْرَةِ ٱلْمُنتَهَىٰ ﴿14﴾

عبدالولي

له سدرۃة المنتهٰى سره

عِندَهَا جَنَّةُ ٱلْمَأْوَىٰٓ ﴿15﴾

عبدالولي

دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى

إِذْ يَغْشَى ٱلسِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ ﴿16﴾

عبدالولي

كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله

مَا زَاغَ ٱلْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ ﴿17﴾

عبدالولي

سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ

لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلْكُبْرَىٰٓ ﴿18﴾

عبدالولي

یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې

أَفَرَءَيْتُمُ ٱللَّٰتَ وَٱلْعُزَّىٰ ﴿19﴾

عبدالولي

نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى

وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلْأُخْرَىٰٓ ﴿20﴾

عبدالولي

او منات دریم، د بېخي وروستني

أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلْأُنثَىٰ ﴿21﴾

عبدالولي

ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ

تِلْكَ إِذًۭا قِسْمَةٌۭ ضِيزَىٰٓ ﴿22﴾

عبدالولي

دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى

إِنْ هِىَ إِلَّآ أَسْمَآءٌۭ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَٰنٍ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهْوَى ٱلْأَنفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلْهُدَىٰٓ ﴿23﴾

عبدالولي

دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى

أَمْ لِلْإِنسَٰنِ مَا تَمَنَّىٰ ﴿24﴾

عبدالولي

ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي

فَلِلَّهِ ٱلْءَاخِرَةُ وَٱلْأُولَىٰ ﴿25﴾

عبدالولي

نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي

۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍۢ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغْنِى شَفَٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعْدِ أَن يَأْذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرْضَىٰٓ ﴿26﴾

عبدالولي

او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْءَاخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ تَسْمِيَةَ ٱلْأُنثَىٰ ﴿27﴾

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي

وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ ۖ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًۭٔا ﴿28﴾

عبدالولي

حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى

فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا ﴿29﴾

عبدالولي

نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي

ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱهْتَدَىٰ ﴿30﴾

عبدالولي

دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَسَٰٓـُٔوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ بِٱلْحُسْنَى ﴿31﴾

عبدالولي

او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده

ٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌۭ فِى بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ ﴿32﴾

عبدالولي

هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى

أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى تَوَلَّىٰ ﴿33﴾

عبدالولي

ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)

وَأَعْطَىٰ قَلِيلًۭا وَأَكْدَىٰٓ ﴿34﴾

عبدالولي

او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)

أَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ ﴿35﴾

عبدالولي

ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي

أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِى صُحُفِ مُوسَىٰ ﴿36﴾

عبدالولي

بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي

وَإِبْرَٰهِيمَ ٱلَّذِى وَفَّىٰٓ ﴿37﴾

عبدالولي

او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده

أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ﴿38﴾

عبدالولي

چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی

وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ﴿39﴾

عبدالولي

او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى

وَأَنَّ سَعْيَهُۥ سَوْفَ يُرَىٰ ﴿40﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي

ثُمَّ يُجْزَىٰهُ ٱلْجَزَآءَ ٱلْأَوْفَىٰ ﴿41﴾

عبدالولي

بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله

وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلْمُنتَهَىٰ ﴿42﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ ﴿43﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا ﴿44﴾

عبدالولي

او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي

وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰ ﴿45﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي

مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ ﴿46﴾

عبدالولي

له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي

وَأَنَّ عَلَيْهِ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُخْرَىٰ ﴿47﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ ﴿48﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي

وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعْرَىٰ ﴿49﴾

عبدالولي

او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى

وَأَنَّهُۥٓ أَهْلَكَ عَادًا ٱلْأُولَىٰ ﴿50﴾

عبدالولي

او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي

وَثَمُودَا۟ فَمَآ أَبْقَىٰ ﴿51﴾

عبدالولي

او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل

وَقَوْمَ نُوحٍۢ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ ﴿52﴾

عبدالولي

او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو

وَٱلْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ ﴿53﴾

عبدالولي

او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول

فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ ﴿54﴾

عبدالولي

نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ ﴿55﴾

عبدالولي

نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې

هَٰذَا نَذِيرٌۭ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلْأُولَىٰٓ ﴿56﴾

عبدالولي

دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى

أَزِفَتِ ٱلْءَازِفَةُ ﴿57﴾

عبدالولي

قیامت ډېر نژدى راغى

لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ ﴿58﴾

عبدالولي

دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته

أَفَمِنْ هَٰذَا ٱلْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ ﴿59﴾

عبدالولي

ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ

وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ ﴿60﴾

عبدالولي

او خاندئ او نه ژاړئ

وَأَنتُمْ سَٰمِدُونَ ﴿61﴾

عبدالولي

او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)

فَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ وَٱعْبُدُوا۟ ۩ ﴿62﴾

عبدالولي

نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ

Quran recitationReady
Open audio