څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله تسبيح وايي، هغه لره پاچايي او همغه لره ستاينه ده او هغه پر هرڅه ځواکمن دى.
عبدالولي
د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) هغه ته معلوم دي او څه چې پټوئ او څرګندوئ هغه ورباندې پوهيږي او الله د سينو په رازونو هم ښه پوه دى.
عبدالولي
دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ۔ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى
دا له دې امله چې هغوى ته به يې رسولان له څرګندو دليلونو سره راتلل، خو هغوى به ويل چې ايا (زموږ غوندې) يو انسان به زموږ لارښوونه كوي؟ نو (ځكه) كافر شول، مخ يې وګرځولو او الله هم (ترې) بې پروايي وكړه، او الله خو دى بې نيازه ستايل شوى.
عبدالولي
دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
كافرانو دا خيال (او دعوا) كړې چې بيا به هغوى را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسي به را ژوندي كېږئ او څه مو چې كړي پر هغو به خبرېږئ او دا پر الله ډېره اسانه ده.
عبدالولي
كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي۔، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي
هغه ورځ چې تاسي د راغونډولو په ورځ راټول كړي، همغه د ګټې او تاوان (څرګندېدو) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښه عمل وكړي، بدۍ به يې ترې ورژوي او داسې باغونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، چې تل ترتله به پكې وي، دا ستر برياليتوب دى.
عبدالولي
(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي۔، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده
نه رسیږي هیڅ مصیبت مګر په حکم (تقدیر) د الله تعالی سره او چا چې ایمان راوړ پر الله تعالی نو کلک به کړي الله زړه د هغه [توفیق به ورکړي د هدایت] او الله پر هر شي ښه پوه دى.
عبدالولي
هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى
نو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او ومنئ، او لګښت كوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره او څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وساتل شو؛ نو همغه خلك بریا موندونكي دي.
عبدالولي
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ۔، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي۔ او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي