Skip to content
Text size 100%
Translation comparison

Compare At-Taghabun Quran translations

Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.

Pashto editions (choose up to 3)

Changing languages or editions keeps the current surah and verse.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ لَهُ ٱلْمُلْكُ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿1﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله تسبيح وايي، هغه لره پاچايي او همغه لره ستاينه ده او هغه پر هرڅه ځواکمن دى.

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌۭ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌۭ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿2﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

همغه دى چې تاسي يې پيدا كړئ، نو له تاسي ځينې كافر او ځينې مومنان دي او الله پر هغو كارونو ښه ليدونكى دى چې تاسې يې كوئ.

خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿3﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه اسمانونه او ځمكه په حقه (تدبير او حكمت) پيدا كړي او شکلونه یې درکړي دي تاسو ته، نو ښایسته کړي یې دي شکلونه ستاسو او خاص هغه ته ورګرځیدل دي.

يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿4﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) هغه ته معلوم دي او څه چې پټوئ او څرګندوئ هغه ورباندې پوهيږي او الله د سينو په رازونو هم ښه پوه دى.

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ فَذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿5﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ايا د هغو خلكو خبر تاسي ته نه دى راغلى چې له دې مخکې كافران شوي وو او د خپل كار سزا يې وڅكله او د هغوى لپاره دردوونکی عذاب دى.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُۥ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرٌۭ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا۟ وَتَوَلَّوا۟ ۚ وَّٱسْتَغْنَى ٱللَّهُ ۚ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَمِيدٌۭ ﴿6﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا له دې امله چې هغوى ته به يې رسولان له څرګندو دليلونو سره راتلل، خو هغوى به ويل چې ايا (زموږ غوندې) يو انسان به زموږ لارښوونه كوي؟ نو (ځكه) كافر شول، مخ يې وګرځولو او الله هم (ترې) بې پروايي وكړه، او الله خو دى بې نيازه ستايل شوى.

زَعَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن لَّن يُبْعَثُوا۟ ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿7﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كافرانو دا خيال (او دعوا) كړې چې بيا به هغوى را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسي به را ژوندي كېږئ او څه مو چې كړي پر هغو به خبرېږئ او دا پر الله ډېره اسانه ده.

فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلنُّورِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلْنَا ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿8﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو پر الله، د هغه پر رسول او هغې رڼا ايمان راوړئ چې موږ رانازله كړې او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دى.

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ ٱلْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلتَّغَابُنِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَيَعْمَلْ صَٰلِحًۭا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُدْخِلْهُ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿9﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغه ورځ چې تاسي د راغونډولو په ورځ راټول كړي، همغه د ګټې او تاوان (څرګندېدو) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښه عمل وكړي، بدۍ به يې ترې ورژوي او داسې باغونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، چې تل ترتله به پكې وي، دا ستر برياليتوب دى.

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ خَٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿10﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، هغوى دوزخيان دي، تلپاتې په هغه كې وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى.

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿11﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نه رسیږي هیڅ مصیبت مګر په حکم (تقدیر) د الله تعالی سره او چا چې ایمان راوړ پر الله تعالی نو کلک به کړي الله زړه د هغه [توفیق به ورکړي د هدایت] او الله پر هر شي ښه پوه دى.

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿12﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ خو كه مخ واړوئ؛ نو زموږ پر رسول يوازې ښكاره تبليغ كول دي.

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿13﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

له الله پرته بل معبود نشته او پر همغه الله دې مومنان توكل وكړي.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ مِنْ أَزْوَٰجِكُمْ وَأَوْلَٰدِكُمْ عَدُوًّۭا لَّكُمْ فَٱحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِن تَعْفُوا۟ وَتَصْفَحُوا۟ وَتَغْفِرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿14﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! بېشكه ستاسي ځينې مېرمنې او اولادونه ستاسي (لپاره) دښمنان دي نو ځان ترې ساتئ، او كه تاسو عفوه وكړئ، مخ واړوئ او بخښنه وكړئ نو بېشكه الله (هم) بخښونكى مهربان دى.

إِنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَٰدُكُمْ فِتْنَةٌۭ ۚ وَٱللَّهُ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿15﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ستاسي مالونه او اولادونه خو يوه ازموينه ده، او همدا الله دى چې له هغه سره لوى اجر دى.

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ مَا ٱسْتَطَعْتُمْ وَٱسْمَعُوا۟ وَأَطِيعُوا۟ وَأَنفِقُوا۟ خَيْرًۭا لِّأَنفُسِكُمْ ۗ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿16﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او ومنئ، او لګښت كوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره او څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وساتل شو؛ نو همغه خلك بریا موندونكي دي.

إِن تُقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا يُضَٰعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ ﴿17﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كه تاسې الله ته غوره قرض وركړئ، هغه به يې درته زيات كړي او بخښنه به درته وكړي او الله قدر كوونكى زغم والا دى.

عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿18﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

د پټو او ښكاره وو عالم، برلاسى (او) حكمت والا دى.

Quran recitationReady
Open audio