Skip to content
Text size 100%
Translation comparison

Compare Fussilat Quran translations

Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.

Pashto editions (choose up to 3)

Changing languages or editions keeps the current surah and verse.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ ﴿1﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

حم [1]

عبدالولي

حا، ميم

تَنزِيلٌۭ مِّنَ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿2﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

راتلل د دې [قران] د ډیر او همیشه مهربان ذات لخوا.

عبدالولي

(دغه) نازلول د ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكي له جانبه دي

كِتَٰبٌۭ فُصِّلَتْ ءَايَٰتُهُۥ قُرْءَانًا عَرَبِيًّۭا لِّقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿3﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې بېل بېل څرګند بيان شوي چې عربي قرآن دى د هغه قوم لپاره چې پوهيږي.

عبدالولي

داسې كتاب چې د ده ایتونه په تفصیل سره بیان شوي دي، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿4﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

زېرى وركوونكى او وېروونكى، خو بيا هم زياترو يې مخ وګرځولو او نه يې اوري.

عبدالولي

زېرى وركوونكى او وېروونكى دى، نو د دوى زیاترو مخ وګرځاوه، پس دوى (حق) نه اوري

وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا فِىٓ أَكِنَّةٍۢ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ وَفِىٓ ءَاذَانِنَا وَقْرٌۭ وَمِنۢ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌۭ فَٱعْمَلْ إِنَّنَا عَٰمِلُونَ ﴿5﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغوى وايي چې زموږ زړونه په پردو كې دي له هغه څه نه چې ته مو وربولې په غوږو كې مو دروندوالى او زموږ او ستا ترمنځ يوه پرده ده نو (خپل) كار كوه موږ هم (خپل) كار كوونكي يو.

عبدالولي

او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې كوڼوالى دى اوزمونږ له مينځه او ستا له مینځه پرده ده، نو ته (خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یو

قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ فَٱسْتَقِيمُوٓا۟ إِلَيْهِ وَٱسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿6﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ووايه: یقینا زه خو ستاسي په شان بشر يم، وحي راته كيږي چې ستاسي الله په رېښتيا يوازې يو الله دى نو تاسي د همغه لور ته ورنېغ (متوجه) شئ او بخښنه ترې وغواړئ او د مشركانو لپاره تباهي ده.

عبدالولي

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى

ٱلَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْءَاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ ﴿7﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هغوى زكات نه وركوي او له آخرته هم منكر دي.

عبدالولي

هغه كسان چې زكات نه ادا كوي او له اخرت نه هم دوى منكران (كافران) دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۢ ﴿8﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ېشكه كومو كسانو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي د هغوی لپاره نه ختمېدونكى اجر دى.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه قطع كېدونكى اجر دى

۞ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَرْضَ فِى يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادًۭا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ ﴿9﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ووايه آيا تاسو له هغه ذاته انكار كوئ چې ځمكه يې په دوو ورځو كې پيدا كړه او له هغه سره شريكان ټاكئ؟ همدا د مخلوقاتو پالونكى دى.

عبدالولي

ته (دوى ته) ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ مِن فَوْقِهَا وَبَٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقْوَٰتَهَا فِىٓ أَرْبَعَةِ أَيَّامٍۢ سَوَآءًۭ لِّلسَّآئِلِينَ ﴿10﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او په هغې كې يې د پاسه غرونه پيدا كړل او بركت يې پكې واچولو او په څلورو ورځو كې يې خوراكونه ور وټاكل، د (ټولو) پوښتنه کوونكو لپاره يو شان برابر.

عبدالولي

او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر دي

ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِىَ دُخَانٌۭ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ٱئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًۭا قَالَتَآ أَتَيْنَا طَآئِعِينَ ﴿11﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بيا یې آسمان ته اراده وکړه او هغه لوګی و نو هغه او ځمكې ته يې وويل: دواړه راشئ په خوښه يا ناخوښه! دواړو وویل: په خوښۍ (تابعدار) راغلي يو.

عبدالولي

بیا يې د اسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښې سره (فرمان منونكي) راځو

فَقَضَىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَٰوَاتٍۢ فِى يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِى كُلِّ سَمَآءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَٰبِيحَ وَحِفْظًۭا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ ﴿12﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو هغه بيا په دوو ورځو كې اووه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې (مناسب) احكام وحي كړل او د دنيا اسمان مو په چراغونو ښكلى كړ او ومو ساتلو، دا د برلاسي ډېر پوه ذات اندازه کول دي.

عبدالولي

نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي

فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَٰعِقَةًۭ مِّثْلَ صَٰعِقَةِ عَادٍۢ وَثَمُودَ ﴿13﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو كه مخ يې وګرځولو بيا ورته ووايه چې ما له سخت عذاب نه ووېرولئ، لكه د عاد او ثمود [تندر او تیزه سیلۍ].

عبدالولي

نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم

إِذْ جَآءَتْهُمُ ٱلرُّسُلُ مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۖ قَالُوا۟ لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَٰٓئِكَةًۭ فَإِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ ﴿14﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

كله چې هغوى ته يې رسولان مخامخ او له څټه ورغلل چې يوازې له الله پرته د بل څه عبادت مه کوئ، هغوى ويل: كه زموږ رب غوښتي واى نو پرېښتې به يې راكوزې كړې وای! نو تاسي چې له كوم شي سره رالېږل شوي ياست، موږ ترې منكر يو.

عبدالولي

كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا نه راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر (د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر كوونكي یو

فَأَمَّا عَادٌۭ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَقَالُوا۟ مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿15﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

پس عاديانو په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او ويل يې چې څوك له موږه په قوت كې زيات دي؟ آيا هغوى نه دي ليدلي چې كوم ذات هغوى پيدا كړل، هغه ترې زيات قوي دى؟ او هغوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

عبدالولي

نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل: په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًۭا صَرْصَرًۭا فِىٓ أَيَّامٍۢ نَّحِسَاتٍۢ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْءَاخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ ﴿16﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو پر هغو مو يوه تیزه سيلۍ ورولېږله په (همغو) شومو ورځو كې تر څو د دنيا په ژوندانه كې لا د سپكاوي عذاب وروڅكو او د آخرت عذاب خو هرومرو لازيات رسوا کوونکی دى او هغوى سره به مرسته ونشي.

عبدالولي

نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوايي عذاب وڅكوو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه كولى شي

وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَىٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَٰعِقَةُ ٱلْعَذَابِ ٱلْهُونِ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿17﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

هر چې ثموديان دي نو هغو ته مو (دواړه) لارې وښودلې خو هغوى د لارښوونې پر وړاندې ړوندوالى غوره وګڼلو نو بيا د سپكاوي د عذاب يوې سختې كړېكې راګير كړل، د هغه څه له امله چې هغوى به كول.

عبدالولي

او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه، نو دوى د سپكوونكي عذاب سختې چغې ونیول، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

وَنَجَّيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ ﴿18﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغه كسان مو وژغورل چې ايمان يې راوړى و او تقوى به يې كوله.

عبدالولي

او مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري به يې كوله

وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَآءُ ٱللَّهِ إِلَى ٱلنَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿19﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغه ورځ (درياده كړئ) چې د الله دښمنان به جهنم ته ورغونډيږي او هغوى به كتار كتار كړى شي.

عبدالولي

او (یاده كړه) هغه ورځ چې د الله دښمنان به اور ته راجمع كولى شي، نو دوى به ډلې كولى (او تقسیمولى) شي

حَتَّىٰٓ إِذَا مَا جَآءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَٰرُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿20﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

تر دې چې دوى هغه (اور) ته ورشي نو پر هغوى به يې غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي وايي د هغو کړنو له امله چې هغوى به كول.

عبدالولي

تر دې چې كله دوى ده ته (څنګه) راشي (، نو) په دوى باندې به د دوى غوږونه او د دوى سترګې او د دوى څرمنې ګواهي وركړي، د هغو كارونو چې دوى به كول

وَقَالُوا۟ لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوٓا۟ أَنطَقَنَا ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنطَقَ كُلَّ شَىْءٍۢ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿21﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغوى به خپلو پوستكو ته وايي چې ولې مو پر موږ شاهدي وويله؟ وايي به هغه الله وغږولو چې هر شى يې غږولی دی او همغه په لومړي ځل هم پيدا كړي ياست او (ټول به) هغه ته ورګرځول كيږئ.

عبدالولي

او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ

وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَآ أَبْصَٰرُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿22﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او تاسي (له خپل ځانه) خپل عملونه نه پټول چې (ښايي) بيا به مو خپل غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي درباندې ووايي، خو تاسي دا ګومان كړى و چې الله ستاسي په ډېرو عملونو نه پوهيږي.

عبدالولي

او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه عالم كېږي چې تاسو يې كوئ

وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ ٱلَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَىٰكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ ﴿23﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او دا ستاسي همغه ګومان و چې په خپل پالونکي مو كړى و كوم چې تباه يې كړئ او (نن) تاوانيان وګرځېدئ.

عبدالولي

او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ

فَإِن يَصْبِرُوا۟ فَٱلنَّارُ مَثْوًۭى لَّهُمْ ۖ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا۟ فَمَا هُم مِّنَ ٱلْمُعْتَبِينَ ﴿24﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو كه هغوى صبر وكړي، پس هستوګنځى يې اور دى، او كه غواړي چې زموږ ملامتیا دې ومنل شي نو نه دي دوی له هغو کسانو څخه چې د الله عتاب [ملامتیا] ورڅخه لرې کړای شوې وي.

عبدالولي

پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (دالله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي

۞ وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَيَّنُوا۟ لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَٰسِرِينَ ﴿25﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او هغوى ته مو څه ملګري ټاكلي وو، نو څه يې چې په مخكې و [دنیا] او څه يې چې تر شا و [داخرت څخه انکار] هغه يې ورته ښايسته كړل او [اور ته به داخل شي] د پېريانو او انسانانو له هغو امتونو سره چې ترې مخكې تېر شوي وو، پر هغوى هم وینا د عذاب د الله ثابته شوه، بېشكه هغوى تاوانيان وو.

عبدالولي

او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي دي چې د دوى مخې ته دي او د دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَسْمَعُوا۟ لِهَٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَٱلْغَوْا۟ فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿26﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كوم خلك چې كافر شوي وو، هغوى وويل: دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او شور ماشور پكې جوړوئ، ښايي چې برلاسي شئ.

عبدالولي

او كافران شوي كسان وايي: تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ

فَلَنُذِيقَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿27﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نو كوم خلك چې كافر شوي هغو ته به هرومرو سخت عذاب وروڅكو او د دوى د هغو ډېرو بدو اعمالو بدله به وركوو چې كول به يې.

عبدالولي

نو مونږ به په كافرانو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول

ذَٰلِكَ جَزَآءُ أَعْدَآءِ ٱللَّهِ ٱلنَّارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا دَارُ ٱلْخُلْدِ ۖ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿28﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

دا د الله د دښمنانو جزا اور دى، هلته د هغوى لپاره تلپاتې كور دى، د هغه څه بدله چې دوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

عبدالولي

دغه د الله د دښمنانو بدله ده، چې اور دى، د دوى لپاره په دغه (اور) كې د همېشه والي كور دى، په داسې حال كې چې (دغه) بدله ده، په سبب د هغه چې دوى زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ رَبَّنَآ أَرِنَا ٱلَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ ٱلْأَسْفَلِينَ ﴿29﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كوم خلك چې كافر شوي هغوى به ووايي: زموږ ربه! د پېريانو او انسانانو هغه دوه (ډلې) راوښایاست كوم چې موږ يې بې لارې كړي يو، تر څو له خپلو پښو يې لاندې كړو چې هغوى دواړه تر ټولو ښكتني شي.

عبدالولي

او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو له لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه د تر ټولو ښكته خلقو څخه شي

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَٰمُوا۟ تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا۟ وَلَا تَحْزَنُوا۟ وَأَبْشِرُوا۟ بِٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿30﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به پرېښتې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (، نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه

نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿31﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

موږ د دنيا په ژوندانه كې هم ستاسي ملګري يو او په آخرت كې هم او هلته به ستاسي لپاره هر هغه څه وي چې ستاسي زړه يې غواړي او په هغه كې چې څه غواړئ هغه درته شته.

عبدالولي

مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ

نُزُلًۭا مِّنْ غَفُورٍۢ رَّحِيمٍۢ ﴿32﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

(دا) مېلمستيا ده د بخښونكي مهربان (الله) له لوري.

عبدالولي

په داسې حال كې چې د ډېر بخښونكي، بې حده رحم كوونكي له جانبه مېلمستیا ده

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًۭا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحًۭا وَقَالَ إِنَّنِى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿33﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.

عبدالولي

او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوئ او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم؟

وَلَا تَسْتَوِى ٱلْحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُ ۚ ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدَٰوَةٌۭ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌۭ ﴿34﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

نیکي او بدي سره برابر نه دي؛ په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي.

عبدالولي

او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا په مینځ كې او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا كې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى

وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍۢ ﴿35﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې كړى وي، بل چاته نه وركول كيږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوك نه شي موندلاى.

عبدالولي

او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ نَزْغٌۭ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿36﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه د شيطان لخوا څه وسوسه درلوېدله نو په الله پورې پنا غواړه، بېشكه هغه ښه پوه اورېدونكى دى.

عبدالولي

او كه خامخا تا ته د شیطان له جانبه څه وسوسه راشي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

وَمِنْ ءَايَٰتِهِ ٱلَّيْلُ وَٱلنَّهَارُ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا۟ لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿37﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ.

عبدالولي

او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ

فَإِنِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فَٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُۥ بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْـَٔمُونَ ۩ ﴿38﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

خو كه هغوى لويي كوي نو څوک چې ستا له رب سره دي [ ملایک]، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح (پاکي) وايي او نه ستومانه كيږي.

عبدالولي

نو كه دوى تكبر وكړ، نو هغه څوك چې له الله سره دي، هغوى شپه او ورځ د ده پاكي بیانوي، په داسې حال كې چې نه ستړي كېږي

وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلْأَرْضَ خَٰشِعَةًۭ فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاهَا لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿39﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته ځمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې موږ ورباندې اورښت وکړو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات دی چې دا يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندى كوونكى هم دى، بېشكه هغه په هر څه ځواکمن دى.

عبدالولي

او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو (نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړیو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ ءَايَٰتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَآ ۗ أَفَمَن يُلْقَىٰ فِى ٱلنَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِىٓ ءَامِنًۭا يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۚ ٱعْمَلُوا۟ مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿40﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

په رېښتيا هغه خلك چې زموږ په آيتونو كې كوږوالى كوي، له موږه پټ نه دي، آيا نو څوك چې په اور كې غورځول كيږي هغه غوره دى، كه هغه څوك چې د قيامت په ورځ بې غمه راشي؟ څه چې غواړئ هغه وكړئ، هغه ستاسو د هغو كارو چې كوئ يې ښه ليدونكى دى.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كاږه روان دي (او غلطې معناګانې كوي)، نو دوى پر مونږ پټ نه دي، ایا نو هغه څوك چې په اور كې غورځولى شي، ډېر غوره دى، یا هغه څوك چې د قیامت په ورځ (له عذاب نه) په امن كې راشي، څه چې ستاسو خوښ وي هغه كوئ، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُۥ لَكِتَٰبٌ عَزِيزٌۭ ﴿41﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

بېشكه څوك چې په دې ذكر (قرآن) كافر شول كله چې ورته راغلو (هغوى هم پټ نه دي)، حال دا چې هغه يو ډېر قوي كتاب دى.

عبدالولي

بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى

لَّا يَأْتِيهِ ٱلْبَٰطِلُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِۦ ۖ تَنزِيلٌۭ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍۢ ﴿42﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

چې هغه ته باطل نه له مخې ورتللى شي نه له څټه يې، د حكمت والا ستايل شوي (الله) له لوري نازل شوى دى.

عبدالولي

باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى

مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍۢ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿43﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

تا ته خو بل څه نه ويل كيږي پرته له هغه چې له تا مخكې رسولانو ته ويل شوي و په رېښتيا ستا رب خامخا بخښنې والا او د دردوونکي عذاب څښتن دى.

عبدالولي

تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى

وَلَوْ جَعَلْنَٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّۭا لَّقَالُوا۟ لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايَٰتُهُۥٓ ۖ ءَا۬عْجَمِىٌّۭ وَعَرَبِىٌّۭ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هُدًۭى وَشِفَآءٌۭ ۖ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرٌۭ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿44﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه هغه مو د عجمي ژبې قرآن ګرځولى واى نو خامخا به هغوى ويلي و چې د دې آيتونه ولې څرګند نه دي بيان شوي؟ آيا عجمي (كتاب) او عربي (رسول)؟ ووايه: دا د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى هدايت او شفاء ده، او كوم كسان چې باور نه كوي د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، او هغه پر دوى ړوندوالى دى هغوى داسې خلک دي (لكه) چې د لرې ځاى نه اّواز ورته كيږي.

عبدالولي

او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته)  ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ ﴿45﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او بېشكه موږ موسى ته كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وكړى شو او كه هغه خبره نه واى چې ستا د رب لخوا مخكې (ټاكل) شوې ده، نو خامخا به يې تر منځه پرېكړه شوې وه او په رېښتيا دوى له هغه نه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.

عبدالولي

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو په دغه (كتاب) كې اختلاف وكړى شو او كه چېرې هغه كلمه نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى شوې ده، (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى. او بېشكه دوى د ده په هكله خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

مَّنْ عَمِلَ صَٰلِحًۭا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿46﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

چا چې نېک عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې دى او چا چې بد وكړل نو (بد) هم پر هغه دي او ستا رب پر بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

عبدالولي

هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى

۞ إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ ۚ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَٰتٍۢ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَآءِى قَالُوٓا۟ ءَاذَنَّٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍۢ ﴿47﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

د قيامت پوهه (يوازې) هغه ته ورګرځي، نه راوزي هیڅ نوعه میوه له خپل وږی څخه او نه باروي یوه ښځینه حمل او نه یې زیږوي مګر دا ټول د الله په علم کې دي او په هغه ورځ چې آواز ورته وكړي: چېرې دي زما شريكان؟ هغوى به وايي: موږ خبر دركوو تا ته په دی خبره چې نشته په موږ كې هیڅوك چې هغه ګواهي وکړي په شرک.

عبدالولي

خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي۔ او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره۔ او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي۔؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته

وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَدْعُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَظَنُّوا۟ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍۢ ﴿48﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او څه يې چې مخکې رابلل هغه به ترې ورك شي او باور به وكړي چې (اوس) د هغوى لپاره د خلاصون ځاى نشته.

عبدالولي

او له دوى نه به هغه (معبودان) ورك شي چې له دې نه مخكې به دوى بلل او دوى به یقین وكړي چې د دوى لپاره د تېښتې هېڅ ځاى نشته

لَّا يَسْـَٔمُ ٱلْإِنسَٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٌۭ قَنُوطٌۭ ﴿49﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

انسان د خير (مال) له غوښتنې څخه نه ستړى كيږي، او كه څه تكليف ورته ورسي نو بيا ډېر ناهيلى (نا اميد) وي.

عبدالولي

انسان د خیر له غوښتلو نه نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي

وَلَئِنْ أَذَقْنَٰهُ رَحْمَةًۭ مِّنَّا مِنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَٰذَا لِى وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةًۭ وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّ لِى عِندَهُۥ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ ﴿50﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كه (بيا) زموږ لخوا كوم رحمت وروڅكو له هغه تكليف وروسته چې ور رسېدلى و، هرومرو به وايي چې دا خو زما لپاره دی، او ګومان نه كوم چې قيامت راتلونكى وي، او كه (فرضاً) د خپل رب لور ته وګرځول شوم نو له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي! نو څوك چې كافر شوی وي هغوى به هرومرو په هغو عملونو خبر كړو چې کړي يې دي او له سخت عذابه به (خوند) وروڅكو.

عبدالولي

او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (، نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو

وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٍۢ ﴿51﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

او كله چې په انسان څه پیرزوینه د یو نعمت وکړو نو مخ واړوي، او پر څنګ لرې شي، او كله چې څه تكليف ور ورسي، نو بيا د اوږدې دعا څښتن شي. [کنایه ده له ډیرو دعاګانو څخه]

عبدالولي

او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِۦ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿52﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

ته ووايه: خبر راکړئ كه چېرې وي دا (قرآن) د الله له لوري بيا کفر کوئ تاسو پدې باندې نو تر هغه چا به زيات بې لارې څوك وي چې هغه په (دومره) لرې مخالفت كې وي.

عبدالولي

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي

سَنُرِيهِمْ ءَايَٰتِنَا فِى ٱلْءَافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿53﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

زر دی موږ به در وښایو تاسو ته خپلې نښې په څنډو (د اسمان) کې، او ستاسو په نفسونو کې، تر څو ورته ښكاره شي چې دا (قران) حق دى، آيا ستا رب كافي نه دى په هر شي ګواه.

عبدالولي

ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى

أَلَآ إِنَّهُمْ فِى مِرْيَةٍۢ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍۢ مُّحِيطٌۢ ﴿54﴾

Pashto Translation - Rowwad Translation Center

خبر اوسئ چې هغوى له خپل پالونکي سره په مخامخ كېدلو كې شكمن دي، خبر اوسئ چې بېشكه هغه له هر شي راچاپېر دى.

عبدالولي

خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى

Quran recitationReady
Open audio