Home / Quran Translations / پښتو / Compare / Nuh
Text size
A−
100%
A+
Reset
◐
Change language
Choose a language…
English — English
Qafar af — Afar
Asante / Akan — Akan (Asante)
Shqip — Albanian
ⵜⴰⵎⴰⵣⵉⵖⵜ — Amazigh
አማርኛ — Amharic
অসমীয়া — Assamese
Azərbaycanca — Azerbaijani
বাংলা — Bangla
Tamaziɣt — Berber / Tamazight
Bosanski — Bosnian
براہوی — Brahui
Български — Bulgarian
မြန်မာ — Burmese
Нохчийн — Chechen
Chichewa — Chichewa
中文 — Chinese
Адыгэбзэ — Circassian / Kabardian
Čeština — Czech
Dansk — Danish
ދިވެހި — Dhivehi
Nederlands — Dutch
Suomi — Finnish
Français — French
Fulfulde — Fulani
ქართული — Georgian
Deutsch — German
Ελληνικά — Greek
ગુજરાતી — Gujarati (legacy Ghajariya)
Hausa — Hausa
हिन्दी — Hindi
Bahasa Indonesia — Indonesian
Iranon — Iranon (legacy)
Italiano — Italian
日本語 — Japanese
ಕನ್ನಡ — Kannada
کٲشُر — Kashmiri
Қазақша — Kazakh
ខ្មែរ — Khmer
한국어 — Korean
Kurdî — Kurdish
Кыргызча — Kyrgyz
Lingala — Lingala
Luganda — Luganda
Македонски — Macedonian
Melayu — Malay
മലയാളം — Malayalam
Manipuri — Manipuri
Maranao — Maranao
Español (México) — Mexican Spanish
नेपाली — Nepali
Norsk — Norwegian
ߒߞߏ — N’Ko
Oromoo — Oromo
پښتو — Pashto
فارسی — Persian
Polski — Polish
Português — Portuguese
ਪੰਜਾਬੀ — Punjabi
Română — Romanian
Русский — Russian
ChiShona — Shona
سنڌي — Sindhi
සිංහල — Sinhala
Soomaali — Somali
Español — Spanish
Kiswahili — Swahili
Svenska — Swedish
Tagalog — Tagalog
Тоҷикӣ — Tajik
தமிழ் — Tamil
Татарча — Tatar
తెలుగు — Telugu
ไทย — Thai
ትግርኛ — Tigrinya
Türkçe — Turkish
اردو — Urdu
ئۇيغۇرچە — Uyghur
Oʻzbek — Uzbek
Tiếng Việt — Vietnamese
Yao — Yao
Yorùbá — Yoruba
isiZulu — Zulu
Translation comparison Compare Nuh Quran translations Compare up to three verified translation editions verse by verse, including editions in two different languages.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ إِنَّآ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿1﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.
عبدالولي بېشكه مونږ نوح خپل قوم ته په دې سره لېږلى و چې ته خپل قوم ووېروه، مخكې له دې چې په دوى ډېر دردوونكى عذاب راشي
قَالَ يَٰقَوْمِ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿2﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.
عبدالولي (نو) ده وویل: اى زما قومه! بېشكه زه ستاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم
أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ ﴿3﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.
عبدالولي چې تاسو د الله عبادت كوئ او له ده نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿4﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.
عبدالولي دى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي (نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ
قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلًۭا وَنَهَارًۭا ﴿5﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.
عبدالولي ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما شپه او ورځ خپل قوم (توحید ته) راوباله
فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَآءِىٓ إِلَّا فِرَارًۭا ﴿6﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو زما بلنې نوره هم د هغوى تېښته (انكار او کرکه) زياته كړه.
عبدالولي نو دوى ته زما بلنې زیاته نه كړه مګر تېښته
وَإِنِّى كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوٓا۟ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَٱسْتَغْشَوْا۟ ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ ٱسْتِكْبَارًۭا ﴿7﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ما به چې هر كله د دې لپاره رابلل چې ته بخښنه ورته وكړې نو هغوى به غوږونو كې ګوتې واچولې، په جامو كې به يې ځانونه ونغاړل، په همدې به يې ټينګار كولو او ډېره لويي به يې كوله.
عبدالولي او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي
ثُمَّ إِنِّى دَعَوْتُهُمْ جِهَارًۭا ﴿8﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مې هغوى ته په لوړ غږ بلنه وركړه.
عبدالولي بیا یقینًا ما دوى ښه په جار (په اوچت اواز سره) راوبلل
ثُمَّ إِنِّىٓ أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًۭا ﴿9﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مې ښكاره او پټ پټ ویلي دي دوی ته په پټ ویلو سره.
عبدالولي بیا یقینًا ما دوى ته څرګند (او ښكاره) دعوت وركړ او ما دوى ته په پټه هم دعوت وركړ، ښه په پټه
فَقُلْتُ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًۭا ﴿10﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رېښتيا ډېر بخښونكى دى.
عبدالولي نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى
يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًۭا ﴿11﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشی كړي.
عبدالولي دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي
وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَٰلٍۢ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّٰتٍۢ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَٰرًۭا ﴿12﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي.
عبدالولي او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي
مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًۭا ﴿13﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر تاسي څه شوي چې د الله د درناوي عقيده نه لرئ.
عبدالولي په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟
وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا ﴿14﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حال دا چې تاسې يې په پړاو پړاو پيدا كړي ياست.
عبدالولي حال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ
أَلَمْ تَرَوْا۟ كَيْفَ خَلَقَ ٱللَّهُ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍۢ طِبَاقًۭا ﴿15﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نه وينئ چې الله په څه ډول لاندې باندې اوه آسمانونه پيدا كړي دي؟
عبدالولي ایا تاسو نه دي كتلي چې الله اوه اسمانونه لاندې باندې پیدا كړي
وَجَعَلَ ٱلْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًۭا وَجَعَلَ ٱلشَّمْسَ سِرَاجًۭا ﴿16﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغو كې يې سپوږمۍ روښانه او لمر ډېوه (ځلېدونکی) ګرځولى.
عبدالولي او په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه او لمر يې بَله (ځلېدونكې) ډيوه جوړه كړه
وَٱللَّهُ أَنۢبَتَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ نَبَاتًۭا ﴿17﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ.
عبدالولي او الله تاسو په خاصو زرغونولو سره له ځمكې نه رازرغون كړئ
ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًۭا ﴿18﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو ) ترې راوباسې په راویستلو سره.
عبدالولي بیا به دى تاسو په دې كې ننباسي او راوبه موباسي په خاصو را اېستلو سره
وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ بِسَاطًۭا ﴿19﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله ستاسي لپاره ځمكه فرش ګرځولې.
عبدالولي او الله تاسو لپاره ځمكه فرش جوړه كړې ده
لِّتَسْلُكُوا۟ مِنْهَا سُبُلًۭا فِجَاجًۭا ﴿20﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاسي يې په پلنو پراخه لارو لاړ شئ.
عبدالولي د دې لپاره چې تاسو د دې په ارتو لویو لارو باندې لاړ شئ
قَالَ نُوحٌۭ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِى وَٱتَّبَعُوا۟ مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُۥ وَوَلَدُهُۥٓ إِلَّا خَسَارًۭا ﴿21﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نوح علیه السلام وويل: زما پالونکيه! هغوى زما خبره ونه منله او د هغه چا پيروي يې وكړه چې مال او اولاد يې له تاوانه پرته نور څه نه دي ور زيات كړي.
عبدالولي نوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان)
وَمَكَرُوا۟ مَكْرًۭا كُبَّارًۭا ﴿22﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دسیسه جوړې کړې ده هغوى ډېره لويه دسيسه.
عبدالولي او دغو خلقو ډېر لوى مكر وچلاوه
وَقَالُوا۟ لَا تَذَرُنَّ ءَالِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّۭا وَلَا سُوَاعًۭا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًۭا ﴿23﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى وويل: هيڅكله خپل معبودان مه پرېږدئ او هيڅكله ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ.
عبدالولي او ويې ویل (خپلو خلقو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر
وَقَدْ أَضَلُّوا۟ كَثِيرًۭا ۖ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا ضَلَٰلًۭا ﴿24﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه هغوى ډېر خلك بې لارې كړي دي او ته هم دغو ظالمانو ته پرته له بې لاريتوبه نور څه مه ورزياتوه.
عبدالولي او یقینًا دغو (خلقو) ډېر كسان ګمراه كړي دي او ته ظالمانو ته مه زیاتوه مګر ګمراهي
مِّمَّا خَطِيٓـَٰٔتِهِمْ أُغْرِقُوا۟ فَأُدْخِلُوا۟ نَارًۭا فَلَمْ يَجِدُوا۟ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَنصَارًۭا ﴿25﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د (همدې) ګناهونو له امله (اوبو كې) غرق کړی شول او اور ته ننه اېستل شول، بيا يې له الله څوك ژغورونكي مرستندويان ونه موندل.
عبدالولي دوى د خپلو ګناهونو په سبب غرق (ډوب) كړِى شول، نو اور ته داخل كړى شول، نو دوى د خپلو ځانونو لپاره له الله نه غیر هېڅ مدد كوونكي ونه موندل
وَقَالَ نُوحٌۭ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى ٱلْأَرْضِ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ دَيَّارًا ﴿26﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نوح علیه السلام وويل: زما ربه! له دې كافرانو يو هم پر ځمكه اوسېدونكى مه پرېږده.
عبدالولي او نوح وویل: اى زما ربه! ته د ځمكې له پاسه (د ځمكې په سر) په كافرانو كې هېڅ یو ګرځېدونكى مه پرېږده
إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا۟ عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوٓا۟ إِلَّا فَاجِرًۭا كَفَّارًۭا ﴿27﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته كه هغوى پريږدې، په رېښتيا ستا بندګان بې لارې كوي او پرته له بد عمله كافره بل څوك نه زېږوي.
عبدالولي یقینًا ته كه دوى پرېږدې، نو دوى به ستا بنده ګان ګمراه كړي او دوى نه زېږوي مګر فاجر (بدكاره)، ډېر ناشكره
رَّبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِىَ مُؤْمِنًۭا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا تَبَارًۢا ﴿28﴾
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زما ربه! ماته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې، هغه چا ته چې ايمان راوړونكى زما كور ته راننوځي او مومنانو نارينه او ښځينه وو ته، او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.
عبدالولي اى زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور او پلار او هغه څوك (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه) او ظالمانو ته مه زیاتوه مګر هلاكت