تجاوز إلى المحتوى

د مختلفو مواردو څانګه

21 lessons · Select a question to read the answer

Your progress in this topicTrack completed lessons on this device
Choose how to study:
1۱. پنځه تکلیفي حکمونه کوم دي؟

ج-

واجب.

مستحب.

حرام.

مکروه.

مباح.

Open lesson
2۲. پوښتنه: دا پنځه احکام تشریح کړه؟

ج-

۱- فرض: لکه پنځه وخته لمونځ، د رمضان روژه او مور او پلار سره نیکی کول.

- د فرض کوونکي ته اجر او نه کوونکي ته یې سزا ورکول کیږي.

۲- مستحب: لکه راتبه سنت(۱) لمونځونه، د شپې لمونځ، ډوډۍ او سلام ورکول. او دې ته سنت او مندوب ویل کیږي.

- د مستحب عمل کوونکی ته اجر ورکول کیږي او نه کوونکی ته یې سزا نه ورکول کیږي.

مهمه یادونه:

کله چې یو مسلمان واوري چې دا کار سنت یا مستحب دی، هغه باید په چټکۍ سره هغه باندې عمل وکړي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.

۳- حرام: لکه شراب څښل، د مور او پلار نافرماني او د خپلوۍ پرې کول.

- په حرامو عمل نه کوونکی ته اجر ورکول کیږي او عمل کوونکی ته پرې سزا ورکول کیږي.

مکروه - لکه په چپ لاس سره راکړه ورکړه او په لمانځه کې د جامو راټولول.

- د مکروه په پرېښودلو اجر ورکول کیږي او عمل کوونکي ته پرې سزا نه ورکول کیږي.

۵- مباح: لکه د مڼې خوړل او چای څښل، او دې ته روا او حلال ویل کیږي.

- د مباح په پریښودلو سره جزا نه ورکول کیږي او عمل کوونکي ته یې ثواب نه ورکول کیږي.

Open lesson
3۳. پوښتنه: د خرڅلاو او راکړې ورکړې حکم څه دی؟

ج – د راکړې ورکړې په ټولو معاملاتو کې اصل دای چې حلال دي، پرته له ځينو هغو شيانو څخه چې الله تعالی حرام کړي دي.

الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾

حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].

Open lesson
4۴. پوښتنه: د حرامو راکړو ورکړو او معاملاتو ډولونه ذکر کړئ؟

ج-

۱- دوکه، د هغه له جملی څخه: په شیانو کې د عیب پټول.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي شیانو په یو ډیري ورتیریده، او لاس یې پکې ورننیست، نو ګوتې یې لندې شوې. هغه وویل: دا څه شی دی، اې د خوړو مالکه؟ هغه ويل: باران وهلي دي ای د الله رسوله! هغه وویل: "آیا ښه به نه وه چې دا (لانده)خواړه دې په سر اېښودلي و تر څو یې خلک وګوري؟ څوک چې دوکه کوي زما څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.

۲- سود: او له هغې جملې څخه دا چې له يو کس څخه زر واخلم او دوه زره بېرته ورکړم.

دغه زياتوالی حرام سود دی.

الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾

حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].

۳- غرر او جهالت: لکه چې زه د پسه په غولانځه کې شیدې او يا په اوبو کې ماهي په تاسي خرڅ کړم او تر اوسه مې نه وي نيولی.

په حدیث کې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرر له خرڅلاو منع کړې ده) مسلم روایت کړی.

Open lesson
5۵. پوښتنه: پر تا د الله تعالی د ځینو نعمتونو یادونه وکړه؟

ج – ۱ – د اسلام نعمت، او دا چې ته له کافرانو څخه نه یې.

۲- د سنت نعمت، او دا چې ته له بدعتیانو څخه نه يې.

۳- د صحت او روغتیا نعمت، دا چې اورې، ګورې، ګرځې، او داسې نور.

۴- د خوراک، څښاک او جامو نعمت.

او پر موږ باندې د الله تعالی نعمتونه بې شمېره او بې حسابه دي.

الله تعالی فرمايي: ﴿وإن تَعُدُّوا نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَاۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 18﴾

او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة النحل: ١٨].

Open lesson
6۶. پوښتنه: د نعمتونو په مقابل کی مسؤولیت څه دی؟ د هغی شکر څنګه ادا کړو ؟

ج- زمونږ مسولیت: د هغې شکر ادا کول د الله تعالی په حمد او ثنا په ژبی سره او دا چې یوازې هغه د دې احسان مستحق دی، او له دغو نعمتونو څخه په داسې طریقه ګټه اخیستل چې د الله تعالی رضا وي، نه د هغه په نافرمانۍ کې.

Open lesson
7۷. پوښتنه: د مسلمانانو اخترونه کوم دي؟

ج- کوچنی اختر او لوى اختر.

لکه څنګه چې له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته تشریف راوړ او هغوی د لوبی لپاره دوه ورځې درلودې، هغه پوښتنه وکړ: دا دوه ورځې د څه دي؟ هغوی وویل: د جاهلیت په وخت کې مونږ په دې دوو ورځو کې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "الله د ددې په بدل کې تاسو ته دوه غوره شیان درکړي: د لوی اختر ورځ او د کوچني اختر ورځ." ابوداود روایت کړی.

او پرته له هغو څخه نور اخترونه بدعت دی.

Open lesson
8۸. پوښتنه: غوره میاشت کومه ده؟

ج- د روژې میاشت.

Open lesson
9۹. پوښتنه: غوره ورځ کومه ده؟

ج- د جمعې ورځ.

Open lesson
10۱۰. پوښتنه: د کال غوره ورځ کومه ده؟

ج- د عرفې ورځ.

Open lesson
11۱۱. پوښتنه: د کال غوره شپه کومه ده؟

ج- د قدرت شپه.

Open lesson
12۱۲. پوښتنه: که پردۍ ښځه (نامحرمه) وویني نو څه باید وكړې؟

ج: د سترګو ټيټول واجب دي، الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ﴾

ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي. [سورة النور: ٣٠].

Open lesson
13۱۳. پوښتنه: د انسان دښمنان څوک دي؟

- هغه نفس چې د بدۍ امر کوي: دا چې انسان د هغه څه پیروي وکړي چې د هغه نفس او خواهشات ورته د الله پاک په نافرمانۍ حکم کوي، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوۤءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾

یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى [سورة يوسف: ٥٣]. ۲- شیطان: د بني آدم دښمن دی او هدف یې دا دی چې انسان ګمراه کړي او د بدیو په اړه هغه ته وسوسه وکړي ترڅو یې دوزخ ته داخل کړي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَ ٰ⁠تِ ٱلشَّيطَـٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾

او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى [سورة البقرة: ١٦٨]. ۳- بد ملګري: هغه څوک چې بدۍ ته هڅوي او د ښو مخه نیسي. الله تعالی فرمايي: ﴿الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ﴾

په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه. [سورة الزخرف: 67].

Open lesson
14۱۴. پوښتنه: توبه څه شی دی؟

ج – توبه: د الله تعالی له نافرمانۍ څخه د هغه اطاعت ته راستنېدل دي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا ثُمَّ ٱهۡتَدَىٰ﴾

او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي [سورة طه: ٨٢].

Open lesson
15۱۵. پوښتنه: د توبې لپاره کوم شرطونه دي؟

ج-۱- د ګناه پریښودل.

۲- په هغه څه پښیمانه کېدل چې تېر شوي دي.

۳- هغه ته د نه راګرځیدلو کلکه اراده.

۴- د خلکو د حقونو او شکایتونو ورسپارل او جبرانول.

الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَـٰحِشَةً أَوۡ ظَلَمُوۤا أَنفُسَهُمۡ ذَكَرُوا ٱللَّهَ فَٱسۡتَغۡفَرُوا لِذُنُوبِهِمۡ وَمَن يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمۡ يصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ 135﴾

او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي پرته له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو همیشوالی و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي. [سورة آل عمران: ١٣٥].

Open lesson
16۱۶. پوښتنه: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود معنی څه ده؟

ج – مطلب دا دی چې ته د الله تعالی څخه وغواړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه په آسمان کې وکړي.

Open lesson
17۱۷. پوښتنه: د سبحان الله څه معنی ده؟

ج- تسبیح دېته وایې چې الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو، عیبونو او بدیو څخه پاک او منزه دی.

Open lesson
18۱۸. پوښتنه: د الحمد لله معنی څه ده؟

ج- د الله جل جلاله ستاينه کول او د کمال په ټولو صفتونو سره بيانول دي.

Open lesson
19۱۹. پوښتنه: د الله اکبر څه معنی ده؟

ج- معنی دا چې الله تعالی له هر څه نه لوی، لوړ، او د عزت خاوند دی.

Open lesson
20۲۰. پوښتنه: د لا حول ولا قوة الا بالله څه معنی ده؟

ج – معنی یې : بنده له یو حالت څخه بل حالت ته نه بدلیږي، او د الله پرته هغه د بدلولو قدرت نلري.

Open lesson
21۲۱. پوښتنه: د أستغفر الله څه معنی ده؟

ج- یعنی: بنده له خپل رب څخه د ګناهونو د پاکولو او د هغه د عیبونو د پټولو غوښتنه کوي.

Open lesson